د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن ماسپښین په هند کې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه ولري.
دا لوبه نن د ورځې پر یوه بجه پیلېږي.
تر دې وړاندې د افغانستان او جنوبي افریقا لومړۍ تمریناتي لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.
د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکي رییس احمدزي ویلي چې تمریناتي لوبې د رسمي لوبو لپاره د چمتوالي په هدف ترسره کېږي.
ده زیاته کړې چې افغان لوبډله چمتو ده چې د نړیوال جام په سیالیو کې د تېر په پرتله ښه وځلېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په اوومه د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27428